په میدان وردګو ۱۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

226 Views

هندوکش ـ میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې ۱۷ تنه وسلوال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند محب‌الله شریف‌ زوی وايي، چې جګړه پرون ماښام هغه مهال پیل شوه چې طالبانو چک ولسوالۍ ته د تلو پر مهال پر دولتي ځواکونو برید وکړ.
هغه زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۷ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
ښاغلی شریف ‌زوی زیاتوي، چې په جګړه کې دولتي سرتېري کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments