په میدان وردګو کې د جنايي جرمونو په کچه کې دپام وړ کمښت راغلي

comments 0

10 Views

هندوکش – میدان: په میدان وردګو ولایت کې له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې د جنایي پېښو په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی. د وردګو ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې آمر څارمن زمری«مبارز» وایي چې د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تر اوسه یوازې دوه جنایي پېښې په دغه ولایت کې ثبت دي چې د یوې پېښې عامل باالفعل نیول شوی او د دویمې عاملین له پېښې وروسته د تېښتې په حال کې د پولیسو د ګزمې له خوا نیول شوي او عدالت ته سپارل شوي دی.
مبارز وایي چې د دوی منسوبینو په خپلو اړوندو برخو کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړې چې له امله یې دوی له ولس او ولس له دوی سره ښې اړیکې لري. هغه وايي چې ولسونه باید د هرې شکمنې کړنې په اړه دوی ته خبر ورکړي او یا هم د پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي څو دوی وکولای شي په وخت د ناوړه پېښو مخنیوی وکړي.
د ښځو د حقونو فعاله او میدانښار ښارواله ظریفه«غفاري» بیا وايي چې امنیتي ځواکونه د دې خاورې او ولس ویاړ دي او باور لري چې دوی به د دې ولس د هر نارینه او ښځینه د عزت په خوندیتوب کې هڅه کوي او له هغوی څخه به دفاع کوي
همدارنګه د وردګو ولایت ویاند محب الله«شریفزی» ولس ته ډاډ ورکوي او ټینګار کوي چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د ګټو د خوندیتوب، ساتنې، هوسا ژوند او امنیت لپاره کار کوي او د یوه خپلواک افغانستان د لرلو لپاره هڅې کوي.
په میدان وردګو ولایت کې امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د ولس د همکارۍ په پایله کې د جنایي جرمونو په کچه کې د کمښت خبره کوي چې په ټولنه کې د ټیکاو د راوستلو په برخه کې د ملي پولیسو وړتیاوې او مسلکي چلند ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي او له همدې امله په خپلو اړوندو چارو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې هم لري
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments