په میدان وردګو ولایت کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: دمیدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په هوايی بریدکې دسرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۱وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دمیدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي دطالبانو یاده مرګ ژوبله تاییدوي او په طالب جنګیالیو غږ کوي،چې نور دې له جګړې لاس واخلي او سولې له پروسې سره دې یوځای شي.
چارواکي وایي، چې په یاد عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments