په موسی کلا کې طالبانو د خلکو ځمکې غصب کړي او خلکو هم وسلې ته لاس کړی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند موسی کلا ولسوالۍ له تیرو څو کلونو ډير وارې د حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې خو طالبانو ددې لپاره چې په دې ولسوالۍ کې خپلې پښې ټينګې کړي پر ولس له هيڅ ډول ظلمه ځان نه دی سپمولی.

په دې ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ایزو قومندانانو د خلکو په سلګونوجریبه ځمکه لومړی غصب کړي او بیا يي خاصو کسانو ته په دې شرط چې کوکنار به پرې کري په ايجاره ورکړي دي.

اوس اوس په دې ولسوالۍ کې ولس د طالبانو له دې ظلمه د خلاصون په پار اړ شوي دي چې وسلې ته لاس کړي او د ولس ملاتړ له طالبانو بیلې شوې د ملا رسول ډلې هم کړی دی.

د سیمې خلکو له هندوکش خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي:«لومړی به يي په دې ځورولو چې تاسو عشر نه ورکوئ، وروسته به يي ځينې په دې تورنول چې ګواکې تاسو له حکومت سره اړيکې لرئ،وروسته بیا کیسه بدله شوه او ډيرو خلکو ته چې ځمکې يي تر نورو ډيرې وې د تبعيد امر وشو او په پای کې په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې طالبانو ته ور پاتې شوې.»

نوموړی وايي:« زه یو له هغو کسانو څخه يم چې پوره پنځوس جريبه ځمکه مې د طالبانو قومندان چې د طالبانو شته والي ملا منان ته ډير نيږدې دی نيول شوې، نوموړي پرې په تیرو څو کلونو کې يوازې کوکنار کرلي دي، ما هم مخکې کوکنار کرل خو کله چې څو ځلې مې کوکنار دولت له منځه يو وړل نو مې تر دې حرام کښته حلال ښه وباله د طالبانو سیمه ایز قومندان د حلال کښت د  کرلو له امله لومړی وګواښلم خو چې خبره مې ونه منله د څو ځلې تهديدونو له امله اړ شوم چې مرکز لښکرګاه ته کډه شم او کرنیزه ځمکه مې دوی ته ور پاتې شي.»

د سيمې يو بل اوسیدونکی جانان بیا وايي چې دوی ته ويل شوي وو کوکنار وکري چې دوی همداسې وکړل خو وروسته کیسه بل شان شوه:« موږ ته يي اول ويل چې يوازې کوکنار به کرئ موږ وکرل خو طالبانو د عشر په پلمه له ما څخه لس ځلې کوکنار يو وړل په دوهم کال يي مالي کميسيون وغوښتو او راته يي وويل چې نور باید نیمی کوکنار طالبانو ته ورکړئ ځکه دوی ستاسو د کوکنارو امنيت ساتي او ستاسو کروندو ته په غځيدلو لارو کې د خښو شویو ماينونو لګښت هم باید ورکړئ، چې کله مو کښت واخيست د هر بوشکي بم پر سر يي پوره یو من کوکنار غوښتل او چې موږ حساب وکړ د ټول کال خواري مو مفته رانه ولاړه ما غږ پورته کړ ورور يي راته شهيد کړ او موږ په توره شپه ډک کور پريښود او کندهار ته کډه شو.»

بلخوا د ملا رسول ډلې مرستيال ملامنان نيازی هم مني چې په موسی کلا کې د طالبانو د هبت الله ډلې د ظلمونو له امله خلکو خپل شته او ډک کورونه پريښي او بې کوره شوي دي خو ددې لپاره چې ولس بیرته خپلو سیمو ته راشي دوی يي ملاتړ کړ او له پرون را هيسې ددې ولسوالۍ په څو سیمو کې د دوی او هبت الله ډلې تر منځ نښته شوې.

نوموړي هندوکش ته په خبرو کې وويل چې د هبت الله ډله د  هلمند ولسي شتمني او ان شخصي ژوند د خپلو ګټو لپاره کاروي او دا لومړی ځل نه دی چې ورته وحشت کيږي بلکه په ډيرو نورو سیمو کې هم ډيری کرل شوي کوکنار د طالبانو د هبت الله ډلې کار دی.

یاده دې وي چې په موسی کلا کې پوره څو کاله کيږي د طالبانو وړې او غټې هستې شته دي چې پر خلکو ظلمونه کوي او د ډيرو خلکو عادي او شخصي ژوند يي ترې اخیستی دی.

ياده دې وي چې هلمند پوره يوه نيمه لسيزه کيږي چې د طالبانو د روان وحشت له امله د اور په لمبو کې سوځيږي او د څو ولسوالیو دیرش زره وګړي مرکز لښکرګاه او کندهار ته کډه شوي دي.

بریالی افغان ـ لښکرګاه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply