په مصر کې 20 لرغوني تابوتونه موندل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – مصر: مصری چارواکي رسنیو ته ویل ، چې د دغه هېواد لرغونپوهانو د لکشور په سیمه کې ۲۰ لرغوني تابوتونه چې حکاکي شوې بڼه یې اوس هم له منځه نه ده تللي ، د نیل سیند په لویدیځه غاړه کې موندل شوي دي.
دغه تابوتونه په داسې مهال کې موندل شوي چې په دوو کتارونو کې یوه پر بل د پاسه ایښي وو. د مصر لرغونو توکو چارو وزارت چارواکي د دې تابوتونو موندل دا وروستیو کلونو کې یوه لویه او مهمه لاسته راوړنه بللي.
العساسيف مقبره چې شاهي درې سیمې ته نژدې پرته ده او دغه تابوتونه پکې موندل شوي، لرغونتوب یې د لرغوني مصر ۳۳۲- قبل المیلاد ۶۶۴) کلونو زمانې ته رسېږي.
په دې مقبره کې له دې مودې وروسته د نوې پیل شوې شاهي دورې د واکمنو قبرونه هم موجود دي . تېره اونۍ د مصر لرغونو اثارو وزارت وویل، د لکشور درې په لویدیځ کې یې د یوه لرغونې صنعتي سیمې اثار پیداکړي دي.
چارواکي وايي له دغه سیمه کې یې د یو شمېر زېرمتونونو اثار موندل شوي او دغه راز د مړیو کفن دفن اړوند توکي او لوښي هم موندل شوي دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments