په مصر کې د پرونۍ پيښې تلفات تر ۲۳۰ لوړ شول

comments 0

0 Views

هندوکش ـ قاهر: د مصر په سینا ولايت کې پر يو جومات په بريد کې پرون په لومړيو کې د دوه سوه تنو د وژل کيدو خبره شوې وه.

اوس اوس د مصر روغتيايي مسولینو رسنیو ته ويلي دي چې په پروني بريد کې تر دې دمه ۲۳۵ تنه وژل شوي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک دی.

دا بريد د سینا د مرکز په څلويښت کيلومترۍ کې په بيرالعبد نومې سيمه کې وشو.

ويل کيږي بريدګر څلور تنه وو او له موټرو په استفادې يي پر لمونځ کونکو ډزې کړوي دي.

د مصر دولتي مسولین وايي چې په دې ډزو کې سل تنه نور هم ټپيان شوي دي.

تر د ې دمه ددې بريد په تړاو کومې ترهګرې ډلې څه نه دي ويلي خو مصر هم يو له هغو هیوادونو څخه دی چې اوس اوس په ځينو سيمو کې له ترهګرو سره په مبارزه بوخت دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply