په مرګونو لارو تګ، په ښه ژوند نه ارزي//عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

کلونه وشول چې افغانان د بدبختې جګړې، فقر او بې وزلۍ له کبله له هېواد په تيښته دي، خو له بده مرغه چې دا تيښته په داسې مرګونې لارو ده چې یو شمېر یې تر خپل هدف نه رسیږي.
تراوسه په دې تړاو رسمي ارقام نشته خو لسګونه زره افغانان د ایران، ترکیې او یونان له لارې اروپایي هېوادونو ته لاړل چې ښه ژوند برابر کړي، خو د دې لارې په اوږدو کې اکثریت یې ژوند له لاسه ورکړ.
کم افغان ځوانان به وي چې له مستۍ په سختو لارو سفر ته غاړه ږدي، زیات شمېر بیا د جګړې له ویرې او د جګړې له کبله رامنځ ته شوې بې کارۍ او فقر اړ کړي د مرګ لار قبوله کړي او له هېواد څخه بهر لاړ شي.
داسې موارد هم شته چې ځينو ځوانانو د کورنیو د ناویانو سره زره یا طلا خرڅه کړې او بهر ته د تګ لپاره یې امکانات برابر کړي.
ځینو بیا د پلار نیکه هډوکي یا ځمکه خرڅه کړې او د بهر د تګ لپاره یې پيسې برابرې کړي دي.
په دوی کې ځینې هدف ته تر رسیدو وړاندې نیول شوي او بیرته هېواد ته راستانه شوی او هغه پيسې چې په قرض یې راخیستې وې، پرې پاتې دي.
تازه مې د جرمني د یوې رسنۍ خبر ولید چې افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړي و چې د پنا غوښتنې اسناد یې رد شوي و.
دا ډيره دردوونکې ده چې یوه کورنۍ په ټول امید باندې له هر څه ځان خلاص کړي، ټول امکانات راټول کړي، اولاد بهر ولیږي چې ښه ژوند به برابر کړی، خو هغه قبول نه شي او بیرته هېواد ته راستون شي.
بهر ته تلونکو افغان ځوانانو پورې د کورنۍ ډيرې هیلې تړلې وي، خو په دوی کې کم عمره ځوانان هم شته چې بیا یې خپل ژوند جوړ شي د کورنۍ کیسه کې هم نه وي.
له یوې خوا ځوانان ملامتولی شو او له بلې خوا هیڅ ملامت نه دي.
ملامت به یې داسې کړو چې ایا ښه ژوند په مرګوني لارو ارزي چې افغان ځواکونو دا لوی خطر منلی دی.
ایا دې وطن کې دومره کار نه پيدا کیږي چې څومره پيسې ته په خطرې لارو مصرفوي که په کور دننه پآنګونه وکړې تر دې زیاتې پيدا کولی شې.
ملامتولی یې ځکه نه شو چې تېرو کلونو کې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر عام خلکو قیامت تیر کړ، هر ځای چاودنې، نه نظامی ځای مالوم و او نه عامه ځایونه، بس یواځې چاودنې او د ملکي وګړو تلفات و.
بله دا چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په جګړې افغانستان شاته پاتې کړی دی، صنعت پوره وده نه ده کړې، اقتصادي وضعیت ښه نه دی، کار نشته، نو ځوانان اړ شوي چې له هېواده بهر ووځي، هم به یې سر خوندي او هم به یې کار پيدا کړی وي.
خو په ټوله کې په مرګوني لارو سفر هیڅ هوښیارتوب نه بلکې حماقت دی او هغه پيسې چې تر اروپا رسیدو لپاره یې قاچاقبرو ته ورکوو، که هېواد کې پرې پانګونه وکړو، څو کسان نور به هم پکار شي.

Share this page to Telegram

Comments