په مخلتفو ولایتونو کې ۸ تنه دنشه یي توکو دپلورپه تور نیول شوي دي

comments 0

3655 Views

هندوکش – خوست: دنشه يي توکو پرضد دمبارزې پولیسو په بیلا بیلو عملیاتو کې ۵۰ګیلوګرامه نشه یي توکي او ۴میله سلاح له ننګرهار،فاریاب ‎،کابل او خوست ولایتونو کې کشف او په تړاو یې ۸ تنه نیولي شوي دي.
دکورنیو چارو وزارت له لوري خپره شو‎ي خبرپاڼه کې راغلي،چې ۱ تن دنشه يي توکو کاراوباري په فاریاب ولایت له یو میل سلاح سره نیول شوي دي،اعلامیه زیاتوي ۳تنه له ۴۴ کیلوګرامه نشه يي توکو سره په ننګرهارولایت، ۳تنه له خوست او ۱ تن دکابل ولایت له پغمان ولسوالۍ څخه نیول شوي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments