په لوګر کې ۷ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: دلوګر ولایت په برکي برک ولسوالي کې دافغان ځواکونو په ځانګړ عملیاتو کې ۷ تنه طالب وسلوال ژوندي نیول شوي دي.
دلوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې په نوموړو عملیاتو کې دطالبانو دوسلو او مهماتو یوه ډیپوه، چې په جګړه کې به یې ترې استفاده کوله دافغان ځواکونو لاسته ورغلي ده.
چارواکي وايي، طالبان نه شي کولای دجګړې له لارې خپلې موخو ته ورسیږي ، دوي طالبان دې دسولې لار خپله کړي او دسولې پروسې ته دغاړه کیږدي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments