په لوګر کې ۲۲۶ پروژې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

comments 0

5 Views

هندوکش ـ لوګر: د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۲۲۶ پروژو چارې تر بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغو پروژو لګښت ۱۲۲ میلیونه افغانۍ دي، چې پرون د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، چې په دغو بشپړ شویو پروژو کې د پیازو ۹۱ زېرمتونونه، کچالو ۷۹ زېرمتونونه او ۲۸ ممیزخونې جوړول او د سبو او مېوو ۲۸ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
دغه نوي پروژې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په لوګر ولایت کې یادې کرنیزې پروژې پلي کېدل د دې ولایت د بزګرانو او بڼوالو د خوښۍ لامل شوي دي.
دوی وایي، چې یاد کرنیزې برنامې کولای شي، چې د کرنې په میکانیزه کولو او وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments