په لوګر کې طالبانو د جګړې ضد ځوانانو پر خوځښت بمي بريد کړی اته تنه شهيدان شوي

comments 0

335 Views

هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې طالب ترهګرو د هغو ځوانانو پر يوې ناستې بمي بريد کړی دی چې د سولې او اوربند په پار را ټول شوي وو. د لوګر ځايي مسولین وايي چې پيښه د لوګر د څرخ ولسوالۍ په اسماعيل خيلو کلي کې شوې. په پيښه کې اته تنه چې ماشومان او يوه میرمن هم پکې ده شهيدان شوي دي. په دې پيښه څلور تنه چې يوه میرمن او ماشومان هم پکې دي ټپيان شوي دي. د تندر قول اردو مسولینو هم تاييد کړې چې طالبانو پر ملکي وګړو بمي بريد کړی دی. دوی ويلي دي چې غواړي د طالباني وحشتونو مخه ونيسي او نور به ولسونه ونه ډار شي. بلخوا د اسماعيل خیلو يو تن اوسیدونکي رسنیو ته ويلي دي چې طالبانو ددوی په غونډه کې ماين ځای پر ځای کړی وو. دوی وايي چې طالبان د سولې او اوربند کلک مخالفت کوي ځکه د دوی ګټې په خطر کې دي. دڅرخ اوسیدونکي وايي چې طالبان په دې ولسوالۍ کې په ګڼو وحشتونو کې لاس لري او د وحشت له امله پيسې او عوايد تر لاسه کوي او نه غواړي يادعايد پرې ودريږي. ياده دې وي چې دا پر سوله خوښو خوځښتونودوهم برید دی چې طالب ترهګر يي کوي. تر دې مخکې يي په پکتيکا کې هم پر يوې ولسي ناستې ډزې کړې وې او پرون يي د پکتيکا يو مخور قومي مشر نعیم خان کټوازی هم شهيد کړ. بلخوا په کابل کې د هلمند د سولې پلي لاریون کونکي وايي چې طالبانو ته د سيمې هیوادونو استخباراتي کړۍ اجازه نه ورکوي چې سوله وکړي يا اوربند ته غاړه کيږ دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments