په لوګر کې د وسلو یوه ډیپو او د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړل شوې.

comments 0

6 Views

هندوکش ــ لوګر: د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ د نوښار په اړونده سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د چاودیدونکو توکو یوه ستره ډیپو یا ذخیره او د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړي.
د ۲۰۳ تندر قولو اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسول احمد شکیل وویل، چې د وسلو د یادې ډیپو تر څنګ یو شمېر نقیله وسایط او دوه شکمن کسان هم نیول شوي.
د نوموړي په وینا ترلاسه شویو ماینونو ته په سیمه کې چاودنه ورکړل شوې.
تر اوسه وسله والو طالبانو او بلې کومې ډلې ددې عملیاتو او نیول شویو کسانو د هوئت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments