په لوګر کې د طالبانو پنځه غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې پنځه کسان وژل شوي دي.
د خبر له مخې، تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پینګرام سیمه کې ګډو ځواکونو یو لړ عملیات ترسره کړي چې پایله کې مهم قوماندان وژل شوې دې.
خبر زیاتوي د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر “طاهر” په ګډون پنځه نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments