په لوګر کې د طالبانو يو مهم مرکز او ګمرک له منځه وړل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ پل علم: د لوګر په برکي ولسوالۍ کې د تګاو په سیمه کې تيره شپه د ځانګړو ځواکونو په موخه ایز هوايي بريد کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لوګر ځايي مسولینو د برید د تاييد تر څنګ ويلي دي چې ياد هوايي بريد په ډير دقت سره ترسره شوی دی.

په پيښه کې ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

د سیمې خلک وايي چې لس طالبان له تیرو دریو ورځو را هیسې لګيا وو څو يو موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي.

د سيمې يو تن اوسیدونکي وويل:« په لار کې دوی يو موټر درولی وو څو بطرۍ ورکړي ځکه يو طالب ویل چې په کور کې ولاړ موټر يي نه چالانيږي خو موږ چې ولیدل ياد موټر خلاص شوی وو او له چاودیدونکو توکو ډک شوی وو.»

نوموړی وايي:« د شپې لس تنه په ياد کور کې وو، مازدیګر ډير وارخطا وو څو ژر موټرچالان کړي او له دې ځايه يي وباسي خو دا چې د موټر ځينې برخې تر ويجاړیدو او ډکيدو وروسته خرابې شوې وې چالان نشو او د شپې ناڅاپه يو غږ را ويښ کړو.»

د سيمې یو بل اوسیدونکی وايي چې طالبان به په ياد کور کې پراته وو او د شپې به يي له بار وړونکو موټرو په زوره پيسې هم اخيستې.

نوموړي وويل:« دلته به د شپې وضعيت بل شان وو ځکه دا سیمه له امنیتي پلوه خوندي نه وه، پوستې هم ترې لرې دي خو دا چې لويه لاره ده بار وړونکي موټر پرې ځي ما څو ځلې د شپې ليدلي چې له دې کوره به مسلح کسان لارې ته راوتل او له موټرچلکونکو به يي د ګمرک په نوم پیسې غوښتې.»

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply