په لوګر کې دنشه یي توکو په وړاندې دمبارزې پولیسو ۳۷۸ ګیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي

comments 0

123 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۳۷۸ کیلو ګرامه مخدره توکي، چې چرس ښودل شوي دي د مرکز اړوند په التمور سیمه کې نیولي دي.
د لوګر امنیې قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وویل، دغه مواد په یوه ټوډي موټر کې په ډېر ماهرانه توګه په پلاستیکي بوریو کې ځای پر ځای شوي وو او تېر ماښام د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې د التمور له سیمې ترلاسه کړي دي.
د مخلص په وینا ددغو مخدره توکو د قاچاق په تور څوک ندي نیول شوي، خو زیاته کړې یې ده چې د له قاچاچیانو سره د پولیسو وسله نښته هم رامنځ ته شوې ده.
د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وویل چې یاد مخدره توکي له ازرې ولسوالۍ څخه راوړل شوي وو او قاچاق وړونکو غوښتل د التمور له لارې یې یو شمېر ګاونډیو ولایتونو ته ولیږدوي.
د مخلص په وینا ډېرکله د دولت وسله وال مخالفین د مخدره توکو له کاروبار څخه ګټه اخلي او د عاید ترلاسه کولو سرچینه یې ګڼي.
تېره میاشت هم د دې ولایت پولیسو نږدې اته سوه کېلو ګرامه چرس د خوښۍ ولسوالۍ په کافر دره سیمه کې نیولي وو او هغه مهال امنیه قومندان رحم خدا مخلص د یادو توکو په تور د دریو تنو د نیولو خبر هم ورکړی وو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments