په لوګر ولایت کې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: دلوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۶تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
دلوګر ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي وايي،چې یاد عملیات دافغان ځواکونو له خواد لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو، چې په ترڅ کې یې ۶طالبان وژل شوي د ي،نوموړي زیاتوي، چې دیادو عملیاتو په پایله کې له طالب وسلوالو څخه یو شمیر سپکې، درنې وسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نوموړي وايي، چې په یاد عملیاتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونوته تلفات نه دي اوښتي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments