په لوګر ولایت کې ۶تنه طالب وسلوال نیول شوي دي

comments 0

28 Views

هندوکش ــ لوګر: د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل د یاد ولایت په مرکز پورې اړوند دوشنبه سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو برید په شاه وتمبول شو او په ترڅ کې یې ۶تنه وسلوال ژوندي نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې له نیول شوو طالب وسلوالو څخه ګڼ شمیر وسلې، مهمات او تبیلغاتي مواد د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وایي، چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکي له رسنیو سره په خبرو کې وایي، طالبان له څو اونیو راهیسې لویو لارو ته راوځي او د لویو لارو له مسافرو څخه پیسې او قیمتي توکي د باج په توګه اخلي.
دوی همداراز له افغان امنیتي ځواکونو څخه غواړي، چې د طالب ترهګرو په وړاندې عملیات په لاره واچوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments