په لوګر ولایت کې د چاودیدونکو توکو او مهماتو ډپيو کشف او ونېول شوه

comments 0

4 Views

هندوکش ـ لوګر: کورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وايي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د مهماتو او چاودېدونکو توکو ډپيو کشف او نېولې ده.
له یادې زېرمې څخه ۴۷ ډزه د هاوان ګولۍ، پنځه ډزه د توپ ګولۍ، د سرګلولې ۱۵ ډزه درنې ګولۍ، یو ډز د توغندي ګولۍ، اوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، شپږ کړۍ ماینونه او یو اندازه نظامي تجهیزات ترلاسه شوي، چې ترهګرو غوښتل له دې توکو څخه په ګټې اخیستنې سره ترهګریز بریدونه طرحه کړي.
پدې عملیاتو کې د مهماتو د کشف سربېره، پنځه ترهګر هم وژل شوي دي.
بلخوا د سیمو خلکو د دې ډپيو په نيولو سره خوښي ښودلې او وايي چې طالبانو له دې ځایه غوښتل چې بې ګناء خلک په وینو ولمبوي او مرګ ژوبله ورته واړوي دوی وايي چې طالبانو د خبرو سره سمدستي جګړې ته شدد ورکړی او غواړي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments