په لوګر ولایت کې د طالبانو د جګړې له امله سل ګونه کورنۍ بیځایه شوېدي

comments 0

35 Views

هندوکش ــ لوګر: د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت له بیلا بیلا ولسوالیو څخه ګڼ شمیر کورنۍ د جګړې له امله بيځایه شوې دي.
په لوګر ولایت کې بیځایه شوې میرمنې وايي، روانې جګړې د میرمنو په ژوند مستقیمه اغیزه کړې او د ژوند له لومړنیو امکاناتو څخه یې بې برخې کړې دي.
بې ځایه شوې کورنۍ په وسلوالو طالبانو غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلئ او دسولې ملي پروسې سره يوځای شی.
یادې کورنۍ له دولت او مرستندویه ادارو څخه غواړي،چې له بې وزلو او جګړه ځپلو کورنیو سره اړیني مرستې ترسره کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments