په لوګر او پکتیا کې څلور تنه د وسلو او د نشه يې توکو د قاچاق په تور نیول شوي

comments 0

9 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې څلور تنه د وسلو او نشه ‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
نوموړي عملیات د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار او د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې شوي دي.
یادو عملیاتو په تر سروي کې پینځه میله کلاشینکوفونه، ۱۶ کړۍ ماینونه، یوه قبضه تفنګچه، یو میل راکټ، د راکټ شپږ ګولۍ، د کلاشنیکوف او پیکا یو ډېر شمېر ګولۍ، یو اندازه نشه‌ يي توکي او یو شمېر نور نظامي مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments