په لوګر اومیدان وردګو ولایتونو کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ لوګر: د۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي،چې په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې دافغان ځواکونو دعملیاتو په پایله کې ۳۰ وسلوال طالبان وژلي دي.
دڅلورمې پلې لوا ویاند نصیر سلطانزوي وايي،چې تیره شپه دافغان ګډو ځواکونو په هوايی بریدونو کې ۳۰ وسلوال وژل شوي او یو شمیر وسلوال ټپیان شوي دي.
ښاغلي سلطانزوي زیاتوي، چې په لوګر او میدان وردوګو ولایتو کې دطالبانو پرضد پراخ عملیات روان دي، افغان ځواکونه هڅه کوي،ترڅو په یادو ولایتونو کې دطالبانو دترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments