په لومړي ځل په کابل کې د يو بريد مسولیت طالبانو او داعش په ګډه اخیستی خو لا هم کونکی نه دی معلوم

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې په لومړي ځل پرون پر هوايي ډګر تر بريد وروسته طالبانو او داعشيانو يي په ګډه مسولیت اخیستی دی خو لا هم جوته نه ده چې ياد برید داعش کړی که طالبانو.

د هندوکش د خبري برخې له لوري د داعش او طالبانو ټولنیزې پاڼې څارل شوي او پر هوايي ډګر د بريد له پيل سره سم ښيي چې لومړني جزييات د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد رسنیز کړي دي خو وروسته د داعش سرچينو نه يوازې د بريد جزييات رسنیز کړي دي بلکه په ټولنیزو پاڼو کې يي طالبان د دوی د امتياز پر اخیستو تورن کړي دي.

د طالبانو وياند په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي دي:« د کابل د هوايي ډګر نظامي برخه  نن د راکټي او استشهادي بريد لاندې راغله»

په بل ټويټ کې په انګريزي ژبه باندې هم ورته جزييات ورکوي.

تر دې ټويټ سمدستي وروسته يي وياند له رسنیو سره په اړیکه کې وايي چې دوی د امریکې د دفاع وزیر د راتګ مخه ونیوله خو بل لوری ته داعش بیا د دوی په څير هم  د امریکې د دفاع وزیر د راتګ پړه پر غاړه اخلی او هم د بريد له ځايه ويډيو او د بريدګرو انځورونه افشا کوی.

د داعش سرچينې وايي چې ياد بريد د دوی کسانو کړی دی او په  دې تړاو يي په خپلو مربوطه پاڼو کې د بريدګرو د هويت او برید دځينو ويډيوګانو په خپرولو هم لاس پورې کړی خو برعکس طالبانو بیا يوازې د څو ټويټونو په کولو له پرون را هيسې په دې تړاو هيڅ ډول جزييات نه دي رسنیز کړي.

په کابل سياسي شنونکي په  دې نظر دي چې د طالبانو  او داعش لپاره د پلان او بريد ورکړې مرکز يو دی يوازې په ځينو مواردو کې اهداف توپير کوي خو پرونی هدف د پاکستان استخباراتي ډلې دواړو ته په ګډه ورکړی وو ځکه پاکستان هڅه کوله پر کابل هوايي ډګر د بريد په لړ کې الوتنې مختلې شي او د امریکې د دفاع وزیر او ناټو د سرمنشي د راتګ مخه ونيول شي يا يي لږ تر لږه الوتکه د حامدکرزي د نړۍ وال هوايي ډګر پر ځای په بګرام کې ناستې ته اړه کړي خو دوی دا کار ونشوای کړای.

شنونکي وايي:« پاکستان په هر حال پرون غوښتل امريکې او ناټو ته خپل زور وښيي نو ځکه خو يي طالبانو او داعش ته ګډ هدف ورکړی وو او دوی ته دا مهمه نه وه چې مسولیت يي څوک اخلی خو باید بريد وشي خو تر بريد را وروسته پيل شویو ناندریو يو لوري ته د داعش او طالبانو د بادار يو والی او بل لوري ته يي د طالبانو کمزورتيا په ګوته کړه.»

شنونکي زیاتوي چې په کوټه کې د طالبانو تر منځ تر را پيدا شوي درز وروسته د دوی د جنګي ماشين يوه ستره برخه فلجه شوې او يوازې حقاني شبکه د آی اس آی تر ملاتړ لاندې يو نيم بريد له خپل ادرسه او نور ټول بريدونه د داعش په نوم کوي نو ځکه خو کله کله د حقاني شبکې په منځ کې له پاکستان سره ګډ تصامیم د کوټې شورا ته هم لیک شي.

ياده دې وي چې د کابل په پروني برید کې د کابل هوايي ډګر هيڅ برخې ته زیان وانه وښت او د تل په څير يو وار بیا د داعش او طالبانو ګډ وحشت يو ملکی وګړی شهيد او يولس تنه نور ټپيآن کړل.

ويل کيږي پروني درې تنه بريدګر يو کور ته د ننه شوي وو او يوه میرمن يي هم برمته کړې وه چې د افغان سرتیرو  د محتاطانه عملیاتو په لړ کې برمته شوې ميرمن وژغورل شوه او درې واړه ترهګر و وژل شول.

په ټولنیزو پاڼو کې هم د سرپل تر میرزاولنګ را وروسته د طالبانو او داعش د ګډو بريدونو په تړاو ډيرو ته پوښتنې پيدا کړي دي ځکه داعش په ظاهر کې د طالبانو او طالبان بيا د داعش مخالفت کوي ان تر دې چې داعش د طالبانو يو شمېر کسان ژوندي په بمونو کينول او تیره اونۍ يي په ننګرهار کې د څلورو طالبانو مړي په اور وسوځول خو دلته بیا ګډ بريدونه او تر بريد وروسته د مسولیت اخیستو پر سر يي ستونزو ولس ته ځينې پوښتنې پيدا کړي ډي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *