په لندن کې د داعش نومي ډلې انلاین کتابتون موندل شوی دی

comments 0

25 Views

هندوکش ـ لندن: په لندن کې یوه څېړنیز مرکز د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش یو پراخ انلاین کتابتون موندلی دی.
رسنیو دا خبر د سټراتیژیک دیالوګ د لندن مېشتي انستیتیوت په حواله ورکړی دی.
د دغه مرکز په وینا، په دغه کتابتون کې تر ۹۰ زرو زیات مواد پراته وو او د میاشتې یې شاو خوا لس زره کتونکي لرل.
دغه انستیتوت وایي، د دغو موادو لیرې کول ځکه ګران کار دی، چې زېرمه یا ډیټا یې پر یوه ځای خوندي نه ده.
انستیتیوت ویلي، په دغو موادو کې په نهو ژبو د بېلا بېلو حملو په اړه اسناد او ویډیوګانې شته، چې پر امریکا د سپټمپر د یوولسمې د حملې په اړه معلومات هم په کې راځي.
محمدحنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments