په لغمان کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: دلغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ طالب وسلوال وژل شوي او ۵تنه تپیان دي.
دلغمان ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسلوالو طالبان له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې مورال بایلي دوي نه شي کولای، چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي،چارواکي وايي،په طالب وسلوالو غږ کوو چې نور وسلې په ځمکه کیږدي او دسولې لاره خپله کړي.
دلغمان اوسیدونکي و ايي،چې افغان ځواکونه ورځ تربلې پیاوړي کيږي، او دطالبانو په وړاندې یې عملیات بریالي دي، دوي وايې طالبان دې دخلکو غوښتنو ته غاړه کیږدي او سوله دې ومني.
دلغمان چارواکي وايي، چې الینګار دلغمان هغه ولسوالۍ ده، چې په تیر وخت کې زیاتره سیمې دوسلوالو په ولکه کې وې، خو دافغان ځواکونو په عملیاتو سره یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول پاکه شوه.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments