په لغمان کې ګواښونو له امله تړل شوي کلینیکونه بیرته پرانیستل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: د وسله والو طالبانو ګواښونو له امله هغه تړل شوي کلینیکونه په لغمان کې بیرته پرانیستل شوي چې د سویدن کمیټې لخوا تمویلیدل.
د یادې کمیټې مطبوعاتي مسوول وایي چې: د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې خپل خدمات ټکني کړي وو.
صلاح الدين مومند په ختيځ کې د سويډن کمېټې مطبوعاتي مسوول رسنیو ته ویلي، چې وسله والو ترې د هغوی په ساحه کې د نوي روغتون جوړېدو غوښتنه کوله او سنګرې سيمې خلکو ترې د هغوی په سيمه کې د يو جراح ډاکتر د مقررېدو غوښتنه درلوده.
نوموړې وایي چې : اوس د خلکو په منځګړتوب له وسله والو سره ستونزه حل شوې او کلينيکونه نن بېرته پرانيستل شوي او خلکو ته پخوا په څېر خدمات پيل شوي دي.
د لغمان ولایت مقام نه په خپور شوي خبرپاڼه کې د تړل شویو کلینیکونو بیرته پرانیستل هم تائید شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *