په لغمان کې د وسلوالو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین ملکي کسانو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

comments 0

11 Views

هندوکش ـ لغمان: د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د پولیسو پر موټر چسپکي ماین چاودنه شوې چې له کبله یې دوه ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چاودنه نن سهار د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ پر منسوبیونو شوې چې اته کسانو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په لغمان ولایت کې په دې وروستیو کې چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې دي تر درې وړاندې د دغه ولایت پر والي او د ولایتي شورا پر رئیس هم چاودنه شوې وه چې والي ترې روغ وتلی و خو د ولایتي شورا رئیس د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
بلخوا کورنيو چارو وزارت وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو بریدونو کې ۲۵۱ ملکي وګړي وژل شوي، کورنیو چارو وزارت په داسې مهال په دوو اوونيو کې د سلګونه ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکوي چې په قطر کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د بين ‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره جګړې شدت پيدا کړی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments