په لغمان کې دقوماندان حمزه په مشرۍ ۵ وسلوال مخالفین دسولې له پروسې سره یوځای شول

comments 0

3 Views

هندوکش – لغمان: دلغمان ولایت په قرغیو ولسوالیو کې دقوماندان حمزه په مشرۍ چې په حیدري مشهور دي، ۵ وسلوال چې په لغمان ولایت کې یې د دولت پرضد کړنې ترسره کولې،دیو لړ مراسمو په ترڅ کې دسولې له پروسې سره یوځای شول او خپلې وسلې یې په ځمکه کیښودې.
یادو وسلوالو له رسینو سره په خبرو کې وویل ، چې مونږ په خپلو کړڼو پښیمانه یوو.
قوماندان حمزه له رسینو سره په خبرو کې وویل، چې ۱۸ کاله مو دپردیو په ګټه په خپل هېوا د کې تخریبي کړنې ترسره کړي دي،نور نه غواړم، چې خپل هېواد ویجاړکړم، له ټولو وسلوالو مخالفینو څخه غواړم چې دسولې لاره غوره کړي،او له ورانکارو فعالیتونو لاس واخلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments