په لغمان ولایت کې ۷طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لغمان: دلغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیڅ کې دلومړۍ پلې لوا ویاند محمد شفق رسینو سره په خبرو کې ویلي دي، چې وسلوالو طالبانو دالیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي،چې دافغان ځواکونو له مقابل بریدو سره مخ شول، چې په پایله کې دقاري جنت ګل او زریالي په ګډون ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي او ۳ تنه ټپیان دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments