په لغمان ولایت کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ لغمان: دلغمان ولایت په علینګارولسوالۍ کې افغان ځانګړوځواکونو عملیات ترسره کړي دي،چې په پایله کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۲تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره دطالبانو دوسلو اومهماتو یوه کوچنۍ زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
چارواکي زیاتوي،چې یادوعملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments