په لغمان ولایت کې ۱۲ تنه وسلوال طاللبان وژل شوي دي

comments 0

6 Views

هندوکش ـ لغمان: د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وایی، چې وسلوالو طالبانو د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې بریدونه ترسره کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دی.
ځايي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو په نښته کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالب وسلوالو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments