په لغمان ولایت کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

1449 Views

هندوکش ـ لغمان: د لغمان والی ویاند اسدالله دولتزی وایی، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه غوښتل د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو او په پایله کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وايی، چې په یادو عملیاتو کې د ۱۲ تنو طالبانو په وژل کیدو سر بیره ۹ تنه طالب وسلوال ژوندي نیول شوي دي.
نوموړی وايي، طالبانو د سولې له مذاکراتو له پیل سره هممهاله جګړه زیاته کړې او وسلوالو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments