په لغمان ولایت کې ۱۰ تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

1 Views

هندوکش ــ لغمان: د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دطالبانو بریدونه په شاتمبول شوي او په پایله کې ۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې نیولې دي.
امنیتی چارواکي وايي، چې طالبانو دلغمان ولایت په ګډون دهېواد په مختلفو ولایتونو کې جګړې ته شدت ورکړی او غواړي په داسې کړنو سره ځان قوي وښي او دسولې په روانو مذاکراتو کې د زیات قدرت غوښتنه وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments