په لغمان ولایت کې دیني عالمانو د سولې په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

4 Views

هندوکش ـ لغمان: په لغمان ولایت کې سلګونو دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې ملاتړ سربیره د اوربند غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو په هېواد کې روان تاوتریخوالی خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له طالبانو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړئ او سوله وکړئ.
په غوڼده کې د سولې په ملي پروسه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او په هېواد کې په دیني عالمانو غږ وکړ، چې د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتي کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments