په فساد تورن رسا په ضمانت خوشې شوی

comments 0

2159 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت قراردادي چې د فساد تور پرې پورې و، په ضمانت خوشې شوی دی.
د اب درې شرکت مشر حاجي رسا په ۶۰۰میلیون افغانیو اختلاس تورن دی چې تازه له توقیفه څخه خوشې شوی.
لوی څارنوالي وايي، رسا او ورسره اختلاس کوونکې ممنوع الخرون اعلان کړي٬ او له دې وروسته به هره ورځ د څارنوالۍ تحقیقاتو لپاره حاضریږي.
له حاجي رسا سره د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک او مالي برخې ځینې مسوولین او کارمندان هم نیول شوي او قضیه یې څارنوالۍ کې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments