په فراه ۱۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

268 Views

هندوکش-فراه: د فراه امنیتي چارواکي وایي، تیره ورځ چې یو شمېر وسله وال طالبان د فراه ښار څنډو ته داخل شوي و، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو یي پر وړاندې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په پایله کې د څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۸۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور یي ټپیان دي، او د فراه ښار څنډې هم په پوره توګه د وسله والو ترهګرو له شتون څخه تصفیه شوی دی. د فراه ښاریان وایي، وسله والو طالبانو ورته مالې او ځانې زیانونه اړولي او دوی یي د له منځه وړلو غوښتونکي دي.
د جمعي ورځ سهار وسله والو طالبانو د فراه ښار پر یوه څنډه برید وکړ، چې د فراه یو شېمر اوسېدونکي پري نا ارامه شول، خو افغان دفاعي څواکونو وکړای شول چې وسله وال ترهګرو په څو ساعتونو کې بیرته وشړي او ورته درانه تلفات هم ور واړوي.
د فراه ولایت امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، وسله والو طالبانو ته هغه مهال درنه مرګ ژوبله واوښته چې دوی د فراه پر ښار د برید کولو ناوړه نیت لره. ښاغلی محب زیاتوي پدې برید کې وسله وال طالبانو هیڅ کومه لاسته راوړنه نلري، خو افغان دفاعي ځواکونو د غوڅ ملاتړ په هوایي همکاری وسله وال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور واړوله، چې په پایله کې د وسله والو طالبانو څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۸۵ وسله وال ترهګرو وژل شوي او ۳۰ تنه نور یي ټپیان دي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments