په فراه کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: تیره شپه دفراه ولایت په دهک کلي کې طالبانو دافغان ځواکونوپه پوستونو بریدونه کړی، چې په مقابل کې دافغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او بریدونه یې بیرته په شا تمبولي دي.
دفراه ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب یاد بریدونه تاییدوي او وایي چې طالبانو تیره شپه ۱:۳۰ بجه په دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي وو، خو افغان ځواکونو ورسره بالمثل عمل کړي او په پایله کې ۲ طالبان وژل شوي او ۵تنه نور تپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم طالب وسله والو داسې بریدونه ترسره کړي چې سخت ګوزار سره مخ شوي دي.
عاطفه مصم

Share this page to Telegram

Comments