په فراه کې ۵ طالبان ژوندی نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولایت په مرکز او بالابلوک ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۵ وسلوال طالبان ژوندي نیول شوي دي.
دفراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي،چې یادو کسانو په فراه ولایت کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې،چې دیو لړځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.
محب الله محب رسنیو سره په خبرو کې وايي، یاده ۵کسیزه ډله چې مشري یې حاجي مرجان کوي،له خپلو ۴ ملګرو سره یوځای ونیول شول.
ښاغلي محب وايي ، چې له یادو کسانو څخه ۴۰۰۰ګیلو ګرامه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، نیول شوي کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي او ډير ژر به عدلي او قضاي ادارو ته معرفي شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments