په فراه کې ۴۰۰ګیلوګرامه نشه یی توکي ونیول شول

comments 0

8511 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ په ننګ کلي کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۰۰ګیلو ګرامه تریاک،۴ ګیلو ګرامه هیروین او یوشمیروسلې او مهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي،دفراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايی چې دفراه په مختلفو ولسوالیو کې به دې ته ورته عملیات په لاره واچوي.
دفراه ولایتي شورا غړي وايی چې دطالبانو دجګړې دتمویل منابع نشه يی توکي دی اوله همدې لارې وسلواله جګړه پرمخ وړي.
دفراه ولایت اوسیدونکي وايي چې افغان حکومت دې دطالبانو په مرکزونو اودنشه يی توکو په فابریکو بریدونه زیات کړي ترڅو دطالبانو مالي سرچیني له منځه لاړې شې او جګړه یې په ټپه وردیږي.
عاطفه مصم

Share this page to Telegram

Comments