په فراه کې ۲۶ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

34 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولایت په مرکز کې دافغان ځواکونو په یولړ عملیاتو کې ۲۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دفراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي،نوموړي زیاتوي، چې په وژل شوو طالبانو کې دملا غیرت په نوم یو سیمه ایز قوماندان هم شامل دي.
ښاغلي محب وايي، چې په یادو عملیاتو هیڅ یوه ملکي کس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، نوموړي وايي، چې په یاده پیښه کې یوازې یو پولیس وژل شوي دي.
دامنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، چېې په فراه کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې په ښه کیدو دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments