په فراه کې ۱۷ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: په فراه ولایت کې دافغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۶تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي، یاد عملیات دملي اردو،ملي امنیت او ملي پولیسو په ګډه همغږي ترسره شو ي دي.
دفراه امنیه قوماندانۍ ویاند مجب الله محب وايي،چې نوموړي عملیات دفراه ولایت په مرکز او څنډو کې ترسره شوي دي نوموړي زیاتوي، چې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ کړۍ ماینونه هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments