په فراه کې د طالبانو لخوا د ګوزڼ واکسین مخنېوې د خلکو غوصه را پارولي ده

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: د فراه دیني عالمان او اوسېدونکي وایي، وسله وال طالبان په لوی لاس د پولیو واکسین په بندولو سره غواړي چې ماشومان په تل پاتي معولیت او فلج ناروغۍ اخته شي. په همدې حال کې د فراه سېمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبان د فراه په ولسوالیو کې د پولیو واکسین د ګرځنده ټیمونو مخه نېولي ده، چې په وینا یي له بده مرغه د پولیو واکسین د مخه نېوي سره به په ماشومانو کې د فلج پېښي زیاتي شي. ډاګټران وایي، ګوزڼ خطرناکه او په ډېره لوړه کچه سارې او ویروسي ناروغې چې په وینا یې په ګوزڼ د اخته شوي کس درملنه ناشونې ده، خو د پولیو دوه څاڅکې واکسین ددغه ناروغۍ مخنېوۍ کولای شي.
وسله والو طالبانو د فراه په ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین د تطبیق سره خپل مخالفت اعلان کړي، او د پولیو واکسین د ګرڅنده ټیمونو مخه یي نېولي ده.
د فراه ولایت د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وایي، په کلېوالې سېمو کې خلک د پولیو واکسین په ګټو پوهېدلي او غواړې چې د واکسین په مټ خپل بچيان د تل پاتي فلج څخه وژغوري خو وسله والو طالبانو د پولیو واکسین د تطبیق مخه نېولي ده، او په لوی لاس مشومان د معلولیت کندې ته ور ټیل وهي.
په فراه کې د وسله والو طالبانو لخوا د ګوزڼ واکسین مخنېوې، د فراه دیني عالمانو، قومي مشرانو، طبي ډاکټرانو او عامو اوسېدونکو سخته غوصه را پارولي ده.
د فراه دیني عالم مولوي سید اکبر آغاه وایي، پولیو یا ګوزڼ واکسین د اسلام شریعت له اړخه حلال او روا دی. په وینا یې د واکسین مخنېوۍ د اسلام مباک دین له اړخه لویه ګناه ده.
د فراه ولایت اوسېدونکي وایي، پولیو واکسین غیر سیاسي او یواځې د ماشومانو د ژغورني لپاراه په روغتیا پورې تړلۍ پرګرام دی، او وسله وال طالبان نباید واکسین سیاسي کړي او د ماشومانو ژوند دې له ګواښ سره نه مخ کوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments