په فراه کې د طالبانو د یوه ځای پر ځای ماین په چادنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي

comments 0

2839 Views

هندوکش-فراه: د فراه ولایت امنیي قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي، نن غرمه د فراه په اناردرۍ ولسوالۍ کې د ملکي کسانو یو موټر د وسله والو طالبانو لخوا پر یوه خښ شوي ماین وخوت، چې د چاودني په پایله کې موټر چلوونکي او ورسره پنځه تنه ښځو او ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.
د فراه امنیتي چارواکي وايي، ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، او ددې ولسوالۍ په نورو لویو لارو کې هم د وسله والو طالبانو خښ شوي ماینونه شتون لري، خو امنیتي ځواکونه یي د شڼدولو لپاره لاس په کار شوي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments