په فراه کې د ایران يوه جاسوسي کونکې الوتکه راغورځول شوې او طالبان په پاکستاني نمبرونو يو بل ته زیري ورکوي

comments 0

176 Views

هندوکش ـ فراه: په فراه کې له پرون را هيسي دښمن پر دې ولايت کړۍ را تنګه کړې وه او پر مرکز باندې له سهار را هیسې سخت بريدونه پيل شوي وو چې اوس اوس له ماتې سره مخ شوي دي او طالبان د تيښتې په حال کې دي.

ډيرې رسنۍ شونې ده د يو حقيقت په توګه د طالبانو تبلیغاتو ته متوجې وي خو دا چې ياد تبلیغات له کومه ځايه او څنګه کيږي ډير کم ورته متوجې کيږي يا غواړي په خپل راپور کې د حقیقت تر څنګ يو بل حقیقت ووايي.

د جهاد غږ په نوم د طالبانو يو وټس اپ ګروپ چې د طالبانو مهم مشران، سیمه ایز قومندانان او مسولین پکې دي او په هره سيمه کې تر وحشت وروسته جزييات پکې خپريږي اکثریت ترهګر پاکستاني نمبرونه کاروي.

د ګروپ چلونکی که څه هم خورا احتیاط کاری دی او نه غواړي چې له دې رازه يي څوک خبر شي خو کله کله يو بل ته د ورکول شوي حق له مخې چې څه باید پکې ولیکي ترې نمبرونه افشا شي.

د فراه د جګړې په تړاو هندوکش خبري آژانس هم د اطلاعاتو په راټولو لګيا وو او د طالبانو په جهادغږ ګروپ کې يي سلګونو داسې شمېرې وليدې چې د پاکستان څخه وې او د ياد ګروپ چلونکی هم په پاکستان کې دی.

د يو بل خبر له مخې پرون د طالبانو د بریدونو له شدت وروسته په سیمه کې د ایران ځينې جاسوسي الوتکې هم لیدل شوي دي چې يوه يي افغان ځواکونو را غورځولې او ددې الوتکې له راغورځيدو سره سم د طالبانو د جګړې شدت هم کم شو.

په فراه کې خلک وايي چې دا جګړه مستقيما پاکستان او ایران په ګډه مديريت کوي او دوی د طالبانو په منځ کې ډير ایرانيان او پاکستانيان لیدلي دي.

دوی وايي چې د ځينو سیمو تر نيول کيدو وروسته يي له طالبانو سره نه يوازې ایرانۍ وسلې بلکه داسې ايراني خواړه هم لیدلي دي چې په افغانستان کې نشته دي او تر ډيره دا توکي په ایران کې د ننه ایرانیانو او خصوصا سپاه پاسداران ته توليديږي.

په فراه کې يو شنونکي هندوکش ته وویل:« الوتکې موږ ولیدې چې کله يوه الوتکه را نسکوره کړای شوه او بله وتيښته د جګړې شدت ډير زیات کم شو فکر کوم همدې الوتکې د افغان ځواکونو د ځايونو په تړاو طالبانو ته جزييات ورکول او له همدې امله هم د طالبانو ډير زیات تمرکز په فراه کې د ملی امنيت پر لوی رياست وو چې تر پوره څلور ساعته نښتې وروسته په شاه وتمبول شول.»

نوموړی وايي چې دوی د طالبانو په منځ کې ډير داسې خلک هم ولیدل چې په ماته ګوډه پښتو يي خبرې کولې او په اصل کې پاکستانيان وو.

دوی وايي چې ایران او پاکستان ددې نښتې تر شاه دی او په يو شمېر سیمو کې طالب ترهګرو لکه د پخوا په شان چې د خلکو څاروي يي لوټلي وو کورونه او عامه شتمنۍ هم لوټلي دي.

په دې اړه نور جزييات وروسته…….

 

Share this page to Telegram

Comments