په فراه کې دیوه طالب قوماندان په ګډون ۹ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

5885 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولایت په جوین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو سره په نښته کې دطالبانودیوه مهم قوماندان په ګډون ۹ تنه طالبان وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو غوښتل په جوین ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي، چې په ترڅ کې دافغان ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او په پایله کې دمولوي شمس الدین په ګډون ۹تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۶تنه نورټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په یاده جګړه کې ددوی دلیږد دوه موټر هم له منځه وړل شوي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments