په فراه کې دنشه يي توکو دتولید ۳ سترې فابریکې له منځه وړل شو يدي

comments 0

1 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې دافغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو دنشه یي توکو ۳ سترې فابریکې له منځه وړل شوي دي.
په یادو فابریکو کې ۱۸۰ ټنه مختلف نشه يي توکي شامل وو، چې دافغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي.
دفراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي چې له یادو فابریکو څخه لاسته راغلي مواد په ځانمرګو بریدونو او موټر بم په چاودنو کې کارول کېدل.
نوموړي زیاتوي چې یاد عملیات دنشه یي توکو پرضد دمبارزې پولیسو په هلوځلو ترسره شو دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments