په فراه ولایت کې ۷ طالبان وژل شوي

comments 0

5 Views

هندوکش – فراه: د ۲۰۷ ظفر قول اردو دوهمي پلي لوا ویاند حشمت الله احمدي وایي، د جمعي ورځي ماسپښين افغان ملي اردو ځواکونو د افغان کمانډو ځواکونو په ملاتړ د فراه بالابلوک ولسوالي په فراهرود سېمه کې یو لړ چاڼيز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د ښاغلي احمدي په وینا ددې عملیاتو پر مهال ۹ کړۍ د سړک غاړې ماینونه هم د ملي اردو انجنیرۍ ټیم لخوا کشف و شنډ کړای شوې دي
چارواکي وايي، افغان ملي اردو ځواکونو لخوا د خاصو افغان کمانډو ځواکونو په همکارۍ د فراه ولایت بالابلوک ولسوالي په فراهرود سېمه کې چاڼیز عملیات په لار اچول شوی و، چې په پایله کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
همدا شان په یادو عملیاتو کې ۹ د سړک غاړې ماینونه هم د ملي اردو د تطهیر ټیم لخوا کشف او شند کړای شول.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments