په فراه ولایت کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

comments 0

3 Views

هندوکش – فراه: د فراه امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه امنیتي ځواکونو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره جګړه کړي چې په پایله کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د فراه امنیتي چارواکو په وینا د وسله والو ترهګرو ۹ مېله وسله هم د افغان دفاعي ځواکونو لاسته لوېدلي.
بل خوا ددې ولایت سېمه ایزو طالبانو هم تر اوسه پدې جګړه کې د خپلو ۱۶ تنه وژل کېدل او ۱۵ نورو ټپي کېدل منلې دي.
په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا پر وسله والو طالبانو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلې او سوله دې وکړي ځکه په وینا یې د جګړې له لارې ناکام دي او بري ته نشې رسېدلی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments