په فراه ولایت کې له دوه چاودنو څخه مخنیوي وشو

comments 0

50 Views

هندوکش – فراه: دفراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو ۴تنه هغه کسان نیولې دي، چې فراه ولایت ته یې په یوه موټر کې چاودیدونکي توکي بارکړي او غوښتل یې په فراه ولایت کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
دفراه ولایت امنیه قوماندان ویاند وايي، په نیول شوو کې ۲تنه میرمنې هم شاملې دي، نوموړي زیاتوي،طالبانو تیره ورځ دفراه ولایت په دوهمه ناحیه کې دهاوان مرمۍ ځاي پرځای کړې، چې په ترڅ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې کشف او وروسته له منځه یوړل شوې.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments