په فراه ولایت کې دوه لوړپوړي طالب قوماندانان وژل شوي

comments 0

12 Views

هندوکش-فراه:افغان هوايي ځواکونو دفراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دی، چې په ترڅ کې یې دطالبانو دوه مهم غړي وژلي دي.
دفراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وایي،چې تیره شپه په هوایي عملیاتو کې دملا جبیر په نوم دطالبانو دوه مهم غړي وژل شويدي.
چارواکي وايي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی ا وښتي.
طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments