په فراه ولایت کې دطالبانو په بریدونو کې ۷۳ ملکي کسان وژل شوي

comments 0

99 Views

په تیرو څو میاشتو کې په فراه ولایت کې دطالبانو په بریدونو کې ۷۳ ملکي بې ګناه کسان وژل شوي دي.
دفراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبان دهېواد په مختلفو ولایتونو کې ملکي کسان هدف ګرځوي،چارواکي وايي، طالبانو په دې ورستیو دریو میاشتو کې دمیرمنو،ماشومانوپه ګډون ۳۷ ملکي کسان یوازې دسړک غاړې ماینونو له امله وژلي دي.
امنیتي چارواکي وايی،چې وسلوالو طالبانو دفراه ولایت په بیلا بیلو سیمو کې ۱۲۲ کړۍ ماینونه ځاي پرځاي کړي وو، چې دافغان ځواکونو له خوا کشف او له منځه یوړل شول.

Share this page to Telegram

Comments